د امریکا د بهرنیو چارو وزیر اسراییل ځي

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلېنکن

ټاکل شوې چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلېنکن نن اسراییل ته ولاړ شي.

د بهرنیو چارو وزارت په یوه بیان کې ویلي چې بلېنکن به د اسراییلو د کابینې له غړو سره وګوري او بیا به د سیمې نورو هېوادونو ته هم ولاړ شي.

په داسې حال کې چې د اسراییل او حماس له جګړې څخه له درېیو اوونیو ډېره موده اوښتی، د فلسطینیانو روغتیايي چارواکو پرون د غزې د تړانګې په شمال کې د بېځایه شویو کډوالو پر یوه کمپ د اسراییل په بمبارۍ کې د لږترلږه ۵۰ تنه نورو فلسطینیانو د وژل کېدو خبر ورکړ.

بل خوا د اسراییل ځمکنیو ځواکونو په غزه کې د تر ځمکې لاندې تونلونو په پراخه شبکه کې د حماس له وسله والو سره د جګړو خبر ورکړی.