د پاکستان حکومت د غیرقانوني افغان کډوالو د ایستلو لړۍ پیل کړې

له پاکستانه افغانستان ته تلونکې د افغان کډوالو کډې

نن د نومبر لومړۍ نېټه هغه ورځ ده چې د پاکستان حکومت د څو سوه زره افغان کډوالو د ایستلو لړۍ پیل کړې.

د پاکستان حکومت د اکټوبر په ۳مه په دې هېواد کې دېره غیرقانوني کډوالو ته ۲۸ ورځ مهلت وټاکه چې له دې هېواده ووځي کنه په زور به وایستل شي.

پرون د دې مهلت په وروستۍ ورځ حکومت د هغو مرکزونو د پرانیستو خبر ورکړ چې د پولیسو له‌خوا د نیول شویو افغانانو اسناد په کې اروزل کېږي.

د راپورونو له مخې په تېره یوه میاشت کې له سل زرو زیات افغانان خپل هېواد ته ستانه شوي او شاوخوا شل زره کسان پرون تورخم ته تللي وو څو افغانستان ته واوړي.

که څه هم د پاکستان د کورنیوچارو سرپرست وزیر سرفراز بوګټي پرون ټینګار وکړ چې یوازې بې اسناده افغانان ایستل کېږي، خو د راپورونو له مخې په تېرو څو ورځو کې لسګونه افغانان چې په پاکستان کې د استوګنې قانوني اسناد ورسره وو، هم د پولیسو له خوا نیول شوي او له دې هېواد ایستل شوي.