د ملګرو ملتونو کارپوهانو د طالبانو له بنده د دوو ښځینه فعالانو ازادېدل غوښتي

ژولیا پارسي

د ملګرو ملتونو کارپوهانو د طالبانو له بنده د دوو ښځینه فعالانو د خوشې کېدو غوښتنه کړې.

د کارپوهانو دې ډلې په یوه بیان کې چې پرون خپور شو، ویلي چې ندا پرواني او ژولیا پارسي د بشري حقونو مدفعانې او د افغان مېرمنو د خودجوشه غورځنګ غړې دي.

د بیان له مخې د ندا پرواني مېړه او د ژولیا پارسي یو زوی هم د طالبانو په بند کې دي.

په بیان کې یادونه شوې چې د دې فعالانو او د هغوی د کورنۍ د غړو خوشې کېدل یوه بېړنۍ اړتیا ده.

بیان زیاتوي چې له یوې میاشتې راهیسې په بند کې د دې مېرمنو پاتې کېدلو د هغوی د روغتیايي او رواني حالت په اړه اندېښنې پارولي، خو د ملګرو ملتونو کارپوهانو په عین حال کې د افغان فرانسوي خبریال مرتضی بهبودي او د نجونو د زده کړو د فعال مطیع الله ویسا د خوشې کېدو ستاینه کړې.