امریکا، کاناډا، اروپايي ټولنې، جاپان او بریتانیا د افغانستان پر بشري وضعیت اندېښنه ښودلې

ارشیف: په کابل کې یو شمېر بې وزله مېرمنې او ماشومان

د امریکا، کاناډا، اروپايي ټولنې، جاپان او بریتانیا ځانګړو استازو د افغانستان پر بشري وضعیت اندېښنه ښودلې.

دې چارواکو په روم کې په خپله غونډه کې ویلي چې شاوخوا ۲۹ میلیون افغانان بېړنیو مرستو ته اړتیا لري.

دوی په یوه ګډ بیان کې د طالبانو پر حکومت غږ کړی چې د مرستندویو ټولنو د ښځینه او نارینه کارکوونکو د خوندي کار ډاډ ورکړي څو د افغانستان په ټولو سیمو کې اغېزمن کار وکړای شي.

د طالبانو حکومت د ملګرو ملتونو د ځینو ادارو په ګډون په دولتي او نادولتي موسسو کې د ښځو پر کار بندیز لګولی چې له دې سره زیانګالو خلکو ته د مرستو د رسولو چاره زیانمنه شوې.

د ملګرو ملتونو د ارقامو له مخې هغه مرستې چې دې هېوادونو په تېرو دوو کلونو کې له افغانستان سره کړي ۶،۳ میلیارد ډالرو ته رسېږي.