د طالبانو ترانسپورت وزارت: هېواد ته ستنیدونکي کډوال به وړیا ترانسپورت نه برخمن شي

له پاکستان څخه ستانه شوي افغان کډوال

په افغانستان کې د طالبانو د حکومت د ترانسپورټ او هوايي چلند وزارت وايي افغانستان ته ور ستنېدونکي کډوال به " په وړيا او خوندي ډول اړوند ولایتونو، ولسواليو او کليو ته لېږدول کيږي".

د طالبانو د حکومت دا وزارت د هغه کمیسون مشري کوي چې د طالبانو د مشر له خوا له پاکستان څخه په زور د ایستل کیدونکو کډوالو د ستونزو د هواري لپاره جوړ شوی دی.

په دې کمیسیون کې د طالبانو د حکومت د کډوالو او راستنیدونکو چارو د وزارت سربېره د طالبانو د دفاع او کورنیو چارو وزارتونه او د استخباراتو ریاست هم شامل دي.

د طالبانو تر کنټرول لاندې ملي راډیو تلویزون په دې اړه په یو خبر کې ویلي چې ورستیندونکې کډوال به "د ثبت له پروسې وروسته تر خپلو سيمو او کورونو ته په وړیا ډول لېږدول کيږي."

په دې اړه چې له پاکستان څخه په زور ایستل کیدونکو لسګونه زره افغان کډوالو ته به د طالبانو حکومت بیلابیلو سیمو ته د هغوی د انتقال دا بهیر څنګه برابروي او د کډوالو د ثبت د پروسې لپاره به لنډمهال کمپونه چیرې وي، ډېر جزییات نه دي ورکړل شوي.

د طالبانو حکومت داسې مهال خپلو سیمو ته د ستنول کیدونکو کډوالو لپاره د وړیا استولو ټټر وهي چې نن سه شنبې په پاکستان کې بې اسنادو افغان کډوالو ته د دې هېواد له خوا ورکړل شوی مهلت پوره شو .

راپورونه وايي چې په دې هېواد کې لا دمخه د پولیسو له خوا دې بې اسنادو او په ځینو مواردو کې د اسنادو لرونکو افغان کډوالو نیول او ځورول پیل شوي دي.