ځینو معترضانو د امریکا د کانګرس استماعیه غونډه ګډه‌وډه کړه

د فرانسې خبري اژانس د راپور له مخې، شاوخوا ۲۲ نندارچیانو خپل سره کړي لاسونه اوچت کړل چې دا په غزه تړانګه کې د وینې تویېدنې نښه وه.

ځینو اعتراض کوونکو چې لاسونه یې په سرو رنګونو لړلي وو، پرون سې شنبه څو وارې د امریکا د متحدو ایالتونو د پوځي مرستو په اړه د کانګرس رابلل شوې استماعیه غونډه ګډه‌وډه کړه.

اعتراض کوونکو له واشنګټن غوښتنه وکړه چې د حماس ډلې خلاف د اسراییل مالي ملاتړ بند کړي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلېنکن او دفاع وزیر لویډ اسټن له مشرانو جرګې د اسراییل، اوکراین او نورو امنیتي لګښتونو لپاره د میلیاردونو ډالرو پوځي مرستې غوښتنه کړې ده.

د فرانسې خبري اژانس د راپور له مخې، شاوخوا ۲۲ نندارچیانو خپل سره کړي لاسونه اوچت کړل چې دا په غزه تړانګه کې د وینې تویېدنې نښه وه.

له کله چې حماس ډلې د اکټوبر پر اوومه پر اسراییل پراخه حمله پیل کړه، په ځواب کې اسراییل پر غزې تړانګه هوايي او ځمکني عملیات شدید کړي دي.