ملګري ملتونه: اسراییل فلسطینیانو ته په ډله ییزه توګه سزا ورکوي

پر غزې د اسراییلو د بریدونو یو انځور

د فلسطیني کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو د ادارې مشر وایي، په غزه کې سملاسي اوربند د میلیونونه کسانو د مرګ او ژوند خبره ده.

د اسوشېټېډپرېس خبري اژانس د راپور له مخې فیلیپ لازاریني دغه څرګندونې پرون دوشنبه د ملګرو ملتونو یوې بېړنۍ غونډې ته وکړې.

د ملګرو ملتونو دغه استازي اسراییل تورن کړ چې فلسطینیانو ته 'په ډله ییزه توګه سزا ورکوي' او کډه کولو ته یې مجبوروي.

رویټرز خبري اژانس د فلسطین د روغتیایي چارواکو په حواله ویلي چې پر غزې د اسراییلو د برید له پيله تراوسه ۸۳۰۶ کسان وژل شوي چې نږدې نیمایي یې تر اتلس کلنو کم عمره کسان دي.

د اسراییلو خواته د ۱۴۰۰ کسانو د وژنې پخلی شوی او ویل کېږي چې ۲۲۹ تنه اسراییلیان حماس یرغمل کړي دي.