مولوي عبدالاحد طالب د طالبانو د مشر د ځانګړو ځواکونو قومندان ټاکل شوی

د طالبانو د مشر مولوي هبت الله اخندزاده ته منسوب عکس

مولوي عبدالاحد طالب د طالبانو د مشر مولوي هبت الله اخندزاده د ځانګړو ځواکونو د قومندان په توګه ټاکل شوی دی.

د باختر دولتي خبري آژانس چې د طالبانو تر کنټرول لاندې ده ليکلي چې دغه مقرري د طالبانو د مشرتابه د حکم له مخې شوې ده.

مولوي طالب پخوا د هلمند والي و.

د طالبانو مشر مولوي هبت الله اخندزاده له هېڅ رسنۍ او یا بهرني چارواکي سره خبرې نه دي کړي.

د هغه یوازې یو عکس او څو غږیز پیغامونه خپاره شوي او د طالبانو په حکومت کې اکثره پرېکړې د هغه له خوا کېږي.