ملګري ملتونه: اسراییل په غزه کې روغتونونو ته نږدې اهداف نښه کوي

پر غزې د اسراییلو د بریدونو یو انځور

په داسې حال کې چې اسراییلي ځواکونو د دوشنبې په ورځ په غزې کې له دوو خواوو پرمختګ کړی، ملګرو ملتونو خبرداری ورکړ چې د اسراییلو هوايي بریدونه هغو روغتونونو ته نږدې هدفونه په نښه کوي چې د زرګونو ټپیانو د درملنې تر څنګ په کې لسګونه زره فلسطینیانو پناه اخیستې.

اسراییلي ځواکونو دقیقاً نه دي ویلي چې څومره پوځیان یې په کومو سیمو کې پرمختګ کړی، خو د دوشنبې په ورځ یې په خپل بیان کې ویلي چې یوه ښځینه عسکره یې راخوشې کړې ده.

د راپورونو له مخې حماس جنګیالیو څه باندې دوه سوه اسراییلیان چې پکې ملکیان هم شته یرغمل نیولي.

اسراییلي ځواکونو د جګړې نوی پړاو اعلان کړ، خو دا یې ونه ویل، چې په پراخه کچه ځمکني بریدونه یې پیل کړي دي.