د متقي او فدان لیدنه؛ طالبان: دواړو لوریو د سوداګریزو دهلیزونو په پرانیستلو ټینګار کړی

د عکس ښي لور ته د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر هاکان فدان او چپ لور ته د طالبانو د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقي

د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیرخان متقي په انقره کې د ترکیې له بهرنیو چارو وزیر هاکان فدان سره کتلي دي.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت په یوه بیان کې ویلي چې په دې لیدنه کې د اړیکو د پیاوړي کولو پر اهمیت سربېره د نویو سوداګریزو دهلیزونو په پرانیستلو هم ټینګار وشو.

د بیان په اساس امیر خان متقي د ترکیې هېواد له مرستو مننه کړې او په انقره او استانبول کې یې د طالبانو د معرفي شویو ډیپلوماتانو منل په دوه اړخیزو اړیکو کې ښه پرمختګ بللی.

د هاکان فدان په حواله راغلي چې ترکیه له افغانستان سره خپله همکاري جاري ساتي.

که څه هم د ترکیې په شمول د سیمې په لرو او نږدې هېوادونو کې د طالبانو استازي منل شوي خو هېڅ یوه هېواد لا د طالبانو حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی.