اسراییل د غزې دننه د ځمکنیو عملیاتو لپاره فشارونه زیات کړي

په غزه کې د اسراییلي ځواکونو د روانو عملیاتو یو انځور

په غزه کې چارواکي د اسراییل د پراخو هوایي او توپچي بریدونو خبرداسې مهال ورکوي چې اسراییلي ځواکونو د ټانکونو په ملتیا دغې کلابندې شوې سیمه کې دننه د ځمکنیو عملیاتو لپاره فشارونه زیات کړي دي.

له دې سره هممهاله د ملکي خلکو د خوندیتوب لپاره د نړیوالو غوښتنې زیاتې شوي دي.

د اسراییل پوځ چې په غزه کې یې د ځمکنیو عملیاتو د پراخېدو لپاره فشارونه زیات کړي، وویل چې په وروستیو ورځو کې یې په غزه کې څه باندې ۶۰۰ پوځي هدفونه په نښه کړي دي.

په غزه کې چې روان کړکېچ څلورمې اوونۍ ته داخل شوی، ملکي وګړي یې سخت د تېلو، خوراکي موادو او څښاک اوبو له کمښت سره مخامخ دي.

په داسې حال کې چې اسراییلي ځواکونه د غزې ساحلي سیمې خان‌یونس ته ننوتي، په غزه کې روغتیایي چارواکو وویل چې د اسراییل د تېرې شپې په بریدونو کې لږترلږه شل فلسطینیان وژل شوي او په لسګونو نور ټپیان دي.