د کرکټ نړیوال جام سیالۍ؛ افغانستان د سریلانکا پر وړاندې توپ اچونه کوي

د افغان لوبډلې د یوې مخکېنۍ لوبې انځور

د کرکټ نړیوال جام د ۳۰مې سیالۍ پچه افغانستان وګټله او سریلانکا ته یې د توپوهنې بلنه ورکړه.

د افغانستان په یولس کسیز نوملړ کې یو بدلون راغلی چې د نوراحمد پرځای بېرته فضل حق فاروقي ته چانس ورکړل شوی دی.

دا سیالي د هندوستان په پونې ښار کې ترسره کېږي.

افغانستان له دې مخکې انګلستان او پاکستان ته ماتې ورکړې ده.

د کرکټ ملي لوبډلې لوبډلمشر حشمت الله شهیدي ویلي چې د وروستیو بریا له کبله د افغان لوبډلې د لوبغاړو روحیه لوړه ده.

د پاکستان پر وړاندې د افغان لوبډلې بریا د افغانستان دننه او بهر په پراخه کچه وستایل شوه.