طالبانو افغانستان ته د پخې او خامې مالګې په واردولو بندیز ولګاوه

ارشیف: خامه مالګه

د طالبانو د حکومت د خوړو او درملو ملي ادارې اعلان وکړ چې له دې وروسته هېواد ته د پخې یا پروسس شوې او خامې مالګې واردات په مطلق ډول بند دي.

د دې ادارې د خوندیتوب عمومي رییس ډاکتر نعیم الله ایوبي د دې ادارې په ټولنیزه شبکه ایکسپاڼه کې په یوه صوتي پیغام کې وایي چې دغه پرېکړه په هېواد کې د اړتیا وړ کافي مالګې تولید ته په پام د ریاست الوزرا د مقام له خوا شوې ده.

هغه زیاته کړه چې په کلني ډول ۳۰۰ زره ټنه مالګه هېوادته واردېږي چې ۱۶۰ زره ټنه یې خوراکي او ۱۴۰ زره ټنه یې صنعتي مالګه ده حال دا چې د کانونو او پټرولیم وزارت د معلوماتو له مخې په کلني ډول د افغانستان د مالګې له کانونو ۴۹۲ زره ټنه مالګه استخراجېږي.

ایوبي له صنعت کارانو او تاجرانو وغوښتل چې په هېواد کې دننه د مالګې د پروسس او تولید د کارخانو او فابریکو جوړولو لپاره دې له دې ادارې جوازونه ترلاسه کړي او خپلې فابریکې او کارخونې دې د خوړو او درملو د ادارې په معیارونو برابر جوړې کړي.