کرکټ؛ ابراهیم عبدالرحیمزي ۷ لوبغاړي سوځولي

د سپین غر لوبډلې توپ اچونکی ابراهیم عبدالرحیمزی

د افغانستان کورنیو یو ورځنیو یا 'لېست اې' سیالیو په ترڅ کې نن د سپین غر او بند امیر لوبډلو ترمنځ سیالي پیل شوې چې د بند امیر ټوله لوبډله په ۳۷ منډو سوځېدلې ده.

دا د افغانستان د 'لېست اې' سیالیو په تاریخ کې د یوې لوبډلې تر ټولو کمې منډې دي.

د سپین غر په توپ اچونکو کې ابراهیم عبدالرحیمزي ۱۰ اورونه بشپړ کړي ۲۲ منډې یې ورکړي او ۷ لوبغاړي یې سوځولي دي.

دغه راز وفادار مومند ۲ او افتاب عالم یوه وېکټ اخیستې ده.

'لېست اې' سیالۍ تېره ورځ د ننګرهار په غازي امان الله خان لوبغالي کې د ۵ لوبډلو په ګډون پیل شوې.