د خیبرپښتونخوا د کورمې په قبایلي سیمه کې په فرقوي نښتو کې لږترلږه ۱۹ تنه وژل شوي او ۳۸ نور ژوبل دي.
د سیمې حکومتي چارواکو پرون وویل چې په دې سیمه کې د اکټوبر په ۲۳ وروسته له دې نښتې پیل شوې چې نامعلومو وسله والو پر شیعه کارګرو برید وکړ او دوه تنه یې ووژل.
د سیمې اوسېدونکي وايي چې د کورمې په ۶ ځایونو کې فرقوي نښتې دوام لري او دواړه خواوې له سپکو او درنو وسلو پکې کار اخلي.
ځايي اوسېدونکي د نښتو په نتیجه کې د مرګ ژوبلو شمېر زیات ښيي او وايي چې لږترلږه ۳۰ تنه وژل شوي او ۵۰ نور ژوبل شوي دي.
خو چارواکي د ۱۹ تنو وژل کېدا تاییدوي.
د کورمې مرستیال کمېشنر سید سیف الاسلام پرون ډان ورځپاڼې ته وویل، له اورکزو او هنګو ضلعو څخه د جرګې استازي د اوربند هڅې کوي.