کییف وايي، چې د اوکراین څلور پولیس نن هغه وخت ټپیان شول، چې د سویرسک ښار د جګړې په لومړۍ کرښه کې د روسي ځواکونو له خوا یو توغول شوی توغندی، د دوی پر موټر ولګېد.
دغه ښار د اوکراین د ختیځ په دونیڅک سیمه کې پروت دی.
د اوکراین د کورنیو چارو وزارت د ټلګرام په یوه پیغام کې ویلي، چې د قانون د تفیذ د ځواکونو روغتیايي وضعیت د ډاډ وړ دی.
تر دې مخکې د اوکراین هوايي ځواکونو نن ویلي وو، چې تېره شپه یې په ایران کې جوړې شوې پنځه بې پېلوټه الوتکې چې د روسیې له خوا توغول شوې وې نسکورې کړې دي.