قزاقستان د ډبرو سکرو کان کې د لسګونو کسانو په مړینه نن ماتم اعلان کړی

یو شمېر ماتم کوونکي

د قزاقستان د ډبرو سکرو په یوه کان کې د اورلګېدنې له کبله د لسګونو کسانو د مړینې په خاطر کې نن ملي ماتم دی.

چارواکي وايي په قراغندي سیمه کې د پرونۍ دغې اورلګېدنې په نتیجه کې د مړو شمېر ۴۳ ته زیات شوی دی.

د قزاقستان د اضطراري حالاتو وزارت وايي، د درېیو تري تم شویو کان کیندونکو د موندنې هڅې روانې دي.

د پېښې پر مهال په کان کې ۲۵۲ کسان حاضر وو.

د اورلګېدنې علت معلوم نه دی.