د روسیې دفاع وزارت: په کریمیا کې مو د اوکراین ۳۶ بې پیلوته الوتکې نسکورې کړي

د اوکراین یوه بې پيلوټه الوتکه - ارشیف

د روسیې دفاع وزارت وايي روسي ځواکونو تېره شپه د تورسمندرګي په کریمیا ټاپووزمه کې د اوکراین ۳۶ بې پېلوټه الوتکې نسکورې کړې دي.

دغه وزارت نن په ټلګرام کې لیکلي، چې تېره شپه د کییف د رژیم د یوې هڅې، چې غوښتل یې له بې پېلوټه الوتکو په استفاده زموږ په قلمرو کې د روسيې فډراسیون خلاف حمله وکړي، مخه نیول شوې ده.

د دغه وزارت په وینا، د دوی د هوايي مدافع دستګاوو د اوکراین ۳۶ بې پېلوټه الوتکې ویجاړې کړي دي.

تر اوسه د اوکراین چارواکو د دې موضوع په باب کومه تبصره نه ده کړې.

وروسته له هغې چې کییف په جون میاشت کې د روسیې د عملیاتو خلاف ځوابي-پوځي عملیات پیل کړي، د روسیې پر خاوره د اوکراین حملې زیاتې شوې دي.