زلینسکي: په مالتا کې د اوکراین په اړه پرونۍ غونډه اغېزناکه وه

د اوکراین ولسمشر ولودمیر زلینسکي

د اوکراین ولسمشر ولودمیر زلینسکي د څه باندې هغو ۶۰ هېوادونو د استازو مننه وکړه، چې پرون په مالتا کې د اوکراین په باب د بحث لپاره راغونډ شوي وو.

د جرمني خبري اژانس له مخې، دا په اوکراین کې د روسیې د جګړې ختمولو لپاره د اتحاد یوه نښه ګڼل کېدای شي.

زلینسکي په خپله اېکس شبکه کې لیکلي: د نړیوال قانون د اعادې او د ملګرو ملتونو د نورمونو د رعایت په تړاو به د دغو هېوادونو پیوستون اغېزناک وي.

کییف تمه لري، چې په دې دوه ورځنۍ غونډه کې یې د سولې د طرحې ملاتړ وشي.

تر دې مخکې په جده او کوپنهاګن کې دغې ورته غونډې شوې دي.