پر غزې د بریدونو دوام؛ اسراییل: ملکیان دې جنوبي سیمو ته لاړ شي

په غزه کې د اسراییلو د بریدونو یوه څنده

اسراییل نن یکشنبه هم په غزه کې خپلې حملې سختې کړي او له ملکیانو یې غوښتنه کړې، چې جنوبي ساحو ته ځانونه ورسوي.

په همدې حال کې د سره صلیب نړیوالې کمېټې په غزه کې د نه زغمل کېدونکي کړاو په باب خبرداری ورکړی دی.

په داسې حال کې اسراییل ویلي چې جګړه دویم پړاو ته داخله شوې ملګرو ملتونو ویلي، ممکن په زرګونو نور ملکیان هم ووژل شي.

اسراییل د حماس تر ولکې لاندې سیمو کې خپل ځمکني عملیات شدید کړي دي.

وروسته له هغې چې حماس ډلې د اکتوبر پر اوومه پر اسراییل حمله وکړه او ۱۴۰۰ کسان چې ډېری یې ملکیان وو، ووژل او ۲۳۰ نور کسان یې یرغمل کړل، اسراییل د غزې سخته بمباري پیل کړه.

د فرانسې خبري اژانس د حماس تر ولکې لاندې د روغتیا وزارت په حواله خبر ورکړی، له هغې راهیسې چې پر غزه د اسراییل په حملو کې تر ۸۰۰۰ زیات کسان وژل شوي، چې نیمايي یې ماشومان دي.

د سره صلیب نړیوالې کمېټې مشرې میریانا سپولیاریک د جګړې له ټولو لوریو سم د لاسه د شخړې کمولو غوښتنه کړې ده.