اسراییلي الوتکو نن د غزې یوه لوی روغتون ته څېرمه بریدونه کړي

پر غزې د اسراییل تازه هوایي بریدونه

د اسراییل جنګي الوتکو نن سهار د غزې یوه لوی روغتون ته څېرمه هوايي حملې وکړې.

د اسوشېټېډ پریس خبري اژانس د راپور له مخې، دغه روغتون له هغو ناروغانو او هغو لسګونو زره فلسطینیانو ډک و، چې هلته یې پناه اخیستې وه.

اسراییل ویلي، چې تر روغتون لاندې د حماس ډلې د قوماندې مرکز و، خو په دې باب یې نور توضیحات نه دي ورکړي.

دا حملې یوه ورځ وروسته له هغې کېږي، چې د اسراییل صدراعظم بنیامین نتنیاهو د حماس ډلې پر خلاف د جګړې دویم پړاو اعلان کړ.