د ازبکستان د صدراعظم مرستیال د یوه پلاوي په مشرۍ کابل ته رسیدلی

د ازیکستان پلاوی او طالب چارواکي- تصویر د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت له اېکس پاڼې څخه

د ازبکستان د صدراعظم د مرستیال جمېشد خواجه­یف په مشرۍ د هغه هېواد یو هیئت د طالبانو له چارواکو سره د خبرو لپاره نن کابل ته ورسېد.

د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت په ټولنیزه شبکه اېکس یا پخواني ټویټر کې لیکلي، چې د ۴۵ کسانو په دغه هیئت کې د ازبکستان د کانونو، ټرانسپورت او سوداګرۍ وزیران او ځینې نور چارواکي یا هم د هغه هېواد سوداګر شامل دي.

په دوام کې ویل شوي، چې کابل ته د ازبکستان د حکومت د دغه هیئت د سفر هدف، د دوه اړخیزې سوداګرۍ وده، د دواړو هېوادونو ترمنځ پر ټرانزیتي مسایلو بحث او په کابل کې د ازبکستان د تجارتي مالونو د یوه نندارتون پرانیستل دي.

تر دې مخکې د ازبکستان رسنیو شا و خوا لس ورځې مخکې راپور کړی و، چې د ازبکستان د حکومت یو هیئت به په دوو میاشتو کې د قوش تیپې کانال د اوبو پر سر د خبرو لپاره کابل ته سفر وکړي.

ازبکستان د امو سېند اوبو ته چې د پنبې د کښت لپاره کار اخلي، اندېښنه لري، چې ګواکې د قوش تیپې کانال د پروژې له بشپړېدو سره به د دوی په اړخ کې د دغو اوبو اندازه کمه شي.

د طالبانو د حکومت چارواکو بیا په دې اړه اندېښنې رد کړي او ویلي، چمتو دي له هغو ګاونډیو هېوادونو سره چې په دې تړاو اندېښنې لري، خبرې اترې وکړي.