د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر نن ترکیې ته تللی

د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر، امیرخان متقي - تصویر له ارشیفه

د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي نن ترکیې ته تللی دی.

دا خبره د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد په خپله ایکس پاڼه لیکلې ده.

مجاهد زیاته کړې چې متقي به په انقره کې له افغان سفارت او استانبول کې له قنسولګرۍ لیدنه وکړي.

هغه به همداراز په ترکي چارواکو سربېره هلته له مېشتو افغان سوداګرو سره وګوري.