د پاکستان صدراعظم انوارالحق کاکړ ویلي، که د کرکټ په نړیوال جام کې له افغانستان څخه وروستۍ لوبه د دوی ټیم ګټلې وای نو د بریالیتوب جایزه به یې خپلو هغو امنیتي ځواکونو ته به یې ډالۍ کړې وای چې افغان بې اسناده کډوال له پاکستانه څخه باسي.
کاکړ دا خبره تازه په یوه ټلویزیوني مرکه که کړې ده.
هغه د افغان لوبغاړي ابراهیم ځدراڼ له خوا له پاکستانه ایستل کېدونکو افغان کډوالو ته د لوبې د غوره لوبغاړي د جایزې د ډالۍ کولو په غبرګون دا خبره کړې ده.
افغانستان له پاکستان څخه په کرکټ نړیوال جام کې څو ورځې مخکې لوبه وګټله خو لا هم دا لوبه او پایله یې تاوده بحثونه پاروي.
پاکستاني چارواکو د یو میلیون او اوه لکو بې اسنادو افغان کډوالو د ایستلو پلان جوړ کړی او وايي د نومبر له اولې وروسته دا افغانان که ونه وځي په زور یې باسي.