قزاقستان: د ډبرو سکرو په یوه کان کې اور لګیدو لږ تر لږه ۳۲ کارګران مړه کړي

تصویر له ارشیفه

د قزاقستان د ډبرو سکرو په یوه کان کې د اورلګېدنې په نتیجه کې لږ تر لږه ۳۲ کارګران مړه شوي دي.

ژغورونکي وايي په قراغندي صنعتي ښار کې د دې پېښې په نتیجه کې ۱۴ نور کسان تري تم دي.

د ارسلور-میټال (Arcelormittal) په نوم څو ملتي شرکت ویلي، په کان کې ۲۵۰ کارګران په کار بوخت وو چې میټان ګازو اور واخیست.

په اګست میاشت کې هم د همدغې کمپنۍ په بل کان کې یوه وژونکې پېښه شوې وه.

اوس یو دولتي کمیسیون ګمارل شوی، چې د دې پېښې له کبله دغه شرکت مسوول وګڼي.