جرمني د هوايي مدافع درېیمه دستګاه هم اوکراین ته ولېږدوله

د جرمني، اوکراین او اروپایي ټولنې بیرغونه

جرمني د IRIS-T په نوم د هوايي مدافع درېیمه دستګاه هم اوکراین ته ولېږدوله.

دا کار داسې وخت کېږي چې د اټکل له مخې اوکراین به په راروان ژمي کې د روسیې د میزاییلو له نورو احتمالي حملو سره مخامخ شي.

د جرمني دفاع وزارت پرون جمعه وویل چې د هوايي مدافع دغه دستګاه تېره اوونۍ اوکراین ته لېږدول شوې ده.

د جرمني دفاع وزیر بوریس پیس­ترویس ټینګار وکړ چې د روسي ځواکونو د یرغل په وړاندې به له اوکراین څخه د دوی ملاتړ دوام مومي.

بلخوا: د اوکراین ولسمشر ولودمیر زلینسکي په خپله ورځنۍ ویډیويي وینا کې د جرمني د دې مهمې مرستې مننه کړې او ویلي یې دي دا مرسته به د دوی د سرتېرو او د ښارونو په دفاع کې ډېره همکاري وکړي.