ایران کې د حجاب نه لرلو په تور شکنجه شوې نجلۍ مړه شوه

تصویر له ارشیفه

په ایران کې ۱۶ کلنه ارمیتا ګراوَند چې له څه مودې په کوما حالت کې وه، نن شنبه ساه ورکړه.

ویل شوي دغه تنکۍ پېغله په بشپړ ډول د حجاب د نه رعایت په تور له پولیسو سره لاس و ګرېوان شوې وه او د اکتوبر پر لومړۍ نېټه په کوما حالت کې د تهران له یوې میټرو روغتون ته ولېږدول شوه.

د ایران ایرنا خبري اژانس نن شنبه راپور ورکړی چې ارمیتا د مغزي صدمې له کبله په کوما کې د څه وخت له تېرولو وروسته ساه ورکړه.

د ګراوند قضیې په لوېدیځ کې اندېښنې ولاړې کړې دي.

وروسته له هغې چې د ارمیتا ګراوند ویډیو چې په بېسده حالت کې له میټرو لېږدول کېږي، پر ټولنیزو شبکو خپره شوه، هم جرمني او هم د امریکا متحدو ایالتونو اندېښنې وښودې.

په ټولنیزو رسنیو کې د دغې نجلۍ قضیه د بلې ایرانۍ پیغلې مهسا امیني قضیې ته ورته بلل شوې چې څه باندې کال وړاندې په بشپړ ډول د حجاب نه رعایت په تور، د ګشت ارشاد پولیسو له خوا تر نیول کېدو وروسته په توقیف کې مړه شوه.