اتریش د هرات زلزله ځپلو سره ۵ میلیونه یورو مرسته کوي

د هرات د وروستیو زلزلو د زیانونو یوه څنډه

د اتریش د بهرنیو چارو وزارت له افغانستان او یمن سره د اته میلیونه یورو په ارزښت د اضطراري مرستې اعلان وکړ.

دغه وزارت پرون جمعه په یوه اعلامیه کې ویلي، د دې مرستې هدف د هغو کسانو لاسنیوی دی چې په دغو هېوادونو کې جګړو او نورو طبیعي افتونو زیانمن کړي دي.

د اتریش د بهرنیو چارو وزارت د افتونو په وړاندې د مبارزې لپاره دغه پیسې به د هغو زلزله ځپلو پر لاسنیوي هم ولګول شي چې روانه میلادي میاشت یې په هرات کې زیات زیانونه وګالل.

د اعلامیې له مخې، په هرات کې وروستۍ زلزلې زرګونو کسانو ته مرګ ژوبله واړوله او د افغانستان هغه زېربناوې یې ویجاړې کړې چې له مخکې یې هم زیانونه لیدلي وو.

درې میلیونه یورو به د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د لویې کمېشنرۍ، دوه میلیونه د سره صلیب نړیوالې کمېټې له لارې په افغانستان او سیمه کې د دوی پر کارونو ولګول شي.

پاتې درې میلیونه یورو به په یمن کې د سره صلیب نړیوالې کمېټې له لارې د بشري بحران په وړاندې پر مبارزه ولګول شي.

د اتریش د بهرنیو چارو وزارت وايي، غواړي د خپلو دغو مرستو اندازه په راروان میلادی کال کې ۸۰ ملیونه یورو ته ورسوي.