د کرکټ نړیوال جام سیالۍ؛ سویلي افریقا پاکستان ته ماتې ورکړه

د سویلي افریقا لوبغاړي

د کرکټ نړیوال جام په ۲۶مه سیالۍ کې سویلي افریقا د یوې ویکټې په توپير پاکستان ته ماتې ورکړه.

نن پاکستان یو وار بیا توپوهنه کړې وه چې ټول لوبغاړي یې په ۴۷ اورونو کې وسوځیدل او د ۲۷۱ منډو هدف یې وټاکه.

یادې لوبډلې ته سعود شکیل ۵۲ او بابراعظم ۵۰ منډې وکړې.

د سویلي افریقا لپاره تبریز شمسي ۴ ویکټې اخیستې وې چې د لوبې غوره لوبغاړی ونومول شو او مارکو ینسین د ۳ لوبغاړو سوځولو ترڅنګ شل منډې هم کړې وې چې د اغېزمن لوبغاړي جایزه یې وګټله.

سویلي افریقا ورکړل شوی هدف په داسې وخت کې پوره کړ چې ۹ لوبغاړي یې له لاسه ورکړي و او د لوبې ۴۸م اور و.

د دې لوبډلې لپاره ایډن مارکرم ۹۱ مهمې منډې کړې وې.

پاکستان ته بیا شاهین شاه اپریدي ښه توپ اچونه وکړه چې ۳ لوبغاړي یې وسوځول، په دې سره یې د ویکټو مجموعه ۱۷ ته ورسېده او د ویکټو اخستونکو په ډله کې تر ټولو مخکې شو.

سویلي افریقا بیا له دې بریا سره د نومرو په جدول کې اول مقام ونیو.