ملګري ملتونه: د اسراییلو له بمباریو وروسته په غزه کې بې خنډه مرستو ته اړتیا ده

د اسراییلو له لوري د غزې بمبار شوې یوه سیمه

ملګري ملتونه وايي چې د اسراییلو د تېرو نږدې درېیو اوونیو له بمباریو وروسته د غزې په تړانګه کې بې خنډه مرستو ته اړتیا ده.

د اکټوبر په اوومه د اسراییلو پر قلمرو د حماس ډلې تر برید وروسته د اسراییلو بمباریو او کلابندۍ د غزې په تړانګه کې یو بشري ناورین رامنځته کړی دی.

د فلسطیني کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو لوی کمېشنر فیلیپ لازارېني وايي، د غزې لپاره د بامفهومه او بې خنډه مرستو جریان ته اړتیا شته.

د لازاریني په وینا، هغه مرستې چې تر دې دمه غزې ته استول شوي ډېرې لږې دي.

نوموړی زیاتوي د دې لپاره چې د مرستو بهیر اغېزمن وي او اړو خلکو ته ورسېږي نو باید بشري اوربند ټینګ شي.