طالبانو د ژبو عالي شورا جوړه او خپله لومړنۍ غونډه یې کړې

په دې شورا کې د اطلاعاتو او کلتور، د لوړو زده کړو او پوهنې د وزارتونو او د علومو د اکاډیمۍ استازي او د هېواد یو شمېر لیکوال او ژبپوهان غړیتوب لري.

د طالبانو د حکومت د اطلاعاتو او کلتور وزارت د ژبو د عالي شورا د جوړېدو او د دې شورا د لومړۍ غونډې د جوړېدو خبر ورکوي.

باختر خبري اژانس چې طالبان یې اداره کوي، خبر ورکړی چې د ژبو عالي شورا د طالبانو د لوی مشر ملا هبت الله آخوندزاده په امر د هېواد د ژبو د لا بډاینې او معیاري کولو په موخه جوړه شوې ده.

د باختر د خبر له مخې په نوموړې شورا کې د اطلاعاتو او کلتور، د لوړو زده کړو او پوهنې د وزارتونو او د علومو د اکاډیمۍ استازي او د هېواد یو شمېر لیکوال او ژبپوهان غړیتوب لري.