د کرکټ نړیوال جام سیالۍ؛ پاکستان له جنوبي افریقا سره لوبه کوي

د پاکستان د کرکټ لوبډلې لوبغاړی شاهین افریدی د یوې مخکېنۍ لوبې پر مهال

د کرکټ په نړیوال جام کې نن پاکستان له جنوبي افریقا سره لوبه کوي.

د دوی لوبه د چینای په سټډیوم کې ترسره کېږي.

جنوبي افریقا په سږني نړیوال جام کې له پنځو لوبو څلور ګټلي او د ګټې تناسب یې تر ټولو لوبډلو زیات دی.

پاکستان بیا له پنځو دوه ګټلي.

د پاکستان لوبډله داسې وخت له جنوبي افریقا سره مخ کېږي چې د افغانستان په وړاندې د ماتې په خاطر پر لوبډلې د پخوانیو کرکټرانو او خلکو له خوا پراخې نیوکې وشوې.