د افغانستان په ۱۴ ولایتونو کې د پولیو ضد واکسین کمپاین پای ته ورسېد

ارشیف: په کابل کې د واکسین له کمپاینه یو انځور

د افغانستان په ۱۴ ولایتونو کې د پولیو یا د ماشومانو د ګوزڼ واکسین کمپاین پرون پای ته ورسېد.

دغه کمپاین په کابل، کنړ، نورستان، لغمان، ننګرهار، پکتیا، پکتیکا، خوست، غزني، کندز، تخار، بغلان، پروان او کاپیسا ولایتونو کې د تېرې دوشنبې په ورځ پیل شوی و.

افغانستان او ګاونډی پاکستان یې د نړۍ په کچه یوازني دوه هېوادونه دي چې د پولیو ویروس ریښې په کې پاته دي.

په افغانستان کې د روان ۲۰۲۳ میلادي کال له پيل راهیسې د پولیو ۶ مثبتې پېښې ثبت شوي چې ټولې یې ننګرهار ولایت کې دي.

پولیو هغه ویروسي ناروغي ده چې له واکسین پرته درملنه نه لري او د انسان د فلج کېدو لامل کېږي.