وسله‌والو د خیبر پښتونخوا په کورمه کې درې کسان وژلي

د خیبر پښتونخوا د کورمې یوه څنډه

د خیبر پښتونخوا په کورمه کې پر یوه مسافر وړونکي موټر د وسله‌والو په ډزو کې درې تنه وژل شوي او شپږ نور ټپیان دي.

د سیمې یو پوځي چارواکي د ازادي راډیو مشال څانګې ته د نوم نه ښودلو په شرط ویلي، نن وسله‌والو د کوزې کورمې په څرخېلو سیمه کې پر هغه موټر برید وکړ چې شیعه‌ګان په کې سپاره وو او پاړه چنار ته روان وو.

بل پلو د کورمې د پولیسو مشر محمد عمران مشال راډیو سره په خبرو کې که څه هم د مرګ ژوبلې په اړه څه نه دي ویلي، خو زیاته کړې یې ده چې ټپیان يې روغتون ته انتقال کړي دي.

عمران ویلي، د پېښې د پلټنې او د بریدګرو د نیولو عملیات يې پیل کړي دي.

دا پېښه په داسې حال کې ده چې پرون هم په بره کورمه کې د شیعه‌ګانو او سنیانو ترمنځ نښتې شوې وې.

د سیمې د اوسېدنکو په خبره په دې نښته کې دواړو خواوو ته دوه تنه وژل شوي او درې نور ټپیان وو.