پاکستاني چارواکي: د افغانانو په ګډون د ناقانونه کډوالو د ایستلو پلان نهايي شوی

ارشیف: له پاکستانه کندهار ته تازه راغلي افغان کډوال

پاکستاني چارواکي وايي، د افغانانو په ګډون د ناقانونه بهرنیو کډوالو د ایستلو پلان یې نهايي کړی دی.

دا خبره د پاکستان د کورنیو چارو سرپرست وزیر سرفراز بوګټي نن په اسلام اباد کې رسنیو ته وکړه.

هغه ویلي، دا یو ننګونی کار دی، خو حکومت یې له اوله ژمن و چې ناقانونه کډوال به له پاکستانه باسي.

پاکستاني چارواکو ویلي چې د دوی په خبره د ناقانونه کډوالو د ایستلو د پروسې په پیل کې به دا کسان موقتي مرکزونو ته بیايي او تر څنګ یې هغه خلک چې په خپله خوښه ووځي همکاري به ورسره شي.

اندېښنه ده چې یو میلیون او اوه لکه افغان کډوال چې د راپورونو له مخې په پاکستان کې د اوسېدو قانوني اسناد نه لري د ایستلو له ګواښ سره مخ دي.

د افغانستان د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو راپورتر ریچارډ بینېټ د سه شنبې په ورځ د ملګرو ملتونو عمومي غونډه کې د خبرو پر مهال له پاکستانه د افغان کډوالو د ایستلو په پلان اندېښنه وښوده او له پاکستان یې د نرمښت غوښتنه وکړه.