د اسلنډ صدراعظمې نن د جنسیتي نابرابرۍ خلاف د کار نه کولو اعتصاب وکړ

د ایسلنډ صدراعظمه، کاترین یاکوبس داتیر

د ایسلنډ صدراعظمې او یوشمیرنورو ښځو نن د جنسیتي نابرابرۍ په وړاندې د اعتراض په توګه د ۲۴ ساعتونو په مخه د کارنه کولو اعتصاب کړی دی.

کاترین یاکوبس داتیر وویل، په کوردننه او بهر جنسیتي مساواتو ته د رسیدو لپاره مبارزه ډېره ورو مخ ته ځي او هغه ښایي ۳۰۰ کاله وخت ونیسي.

هغې ویلي چې نن سې شنبې کارته نه ځي.

ډیرې نورې ښځینه کارکونکې هم نن کارته ندي تللي او په دې هیواد کې چې په یوه کوچیني ټاپوکې موقعیت لري، ښوونځي، کتابتونونه بند دي یا د محدودو ساعتونو لپاره خلاص دي.

روغتونونو هم اعلان کړی چې یوازې بیړني ناروغان مني.