نړیوال جام؛ پاکستان افغانستان ته د ۲۸۳ منډو هدف ورکړ

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې یو لوبغاړی

نن د کرکټ نړیوال جام ۲۲مه سیالي د افغانستان او پاکستان ترمنځ پیل شوې ده.

د لوبې پچه پاکستان وګټله او توپ وهنه یې وکړه.

پاکستان د ۷ لوبغاړو په سوځېدو سره ۲۸۲ منډې وکړې.

د یادې لوبډلې لوبډلمشر بابراعظم ۷۴، عبدالله شفیق ۵۴ او افتخار احمد او شاداب خان دواړو چټکې ۴۰ ـ ۴۰ منډې وکړې.

په افغان توپ اچونکو کې نوراحمد۳، نوین الحق ۲، عظمت الله عمرزي او محمدنبي یوه یوه ویکټ واخیسته.

افغانستان به په څو شېبو کې خپله توپوهنه پیل کړي.