د کرکټ نړیوال جام سیالۍ؛ پاکستان د افغانستان پر وړاندې توپوهنه کوي

د افغانستان او پاکستان کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ د یوې مخکېنۍ لوبې انځور

نن د کرکټ نړیوال جام په ترڅ کې ۲۲مه سیالي د افغانستان او پاکستان ترمنځ ترسره کېږي.

د لوبې پچه پاکستان وګټله او توپوهنه یې غوره کړې ده.

دواړو لوبډلو نن په خپل یولس کسیز نوملړ کې یو یو بدلون راوستی دی.

په افغان لوبډله کې د چټک توپ اچونکي فضل حق فاروقي پر ځای نوراحمد راوستل شوی دی.

پاکستان بیا د محمدنواز پر ځای شاداب خان ته په خپله لوبډله کې موقع ورکړې ده.

لوبه د کابل پر وخت تر غرمې وروسته یوه بجه د هندوستان په چنای ښار کې پیلېږي.