د افغانستان او پاکستان کرکټ ملي لوبډلې سیالي لري

د افغانستان او پاکستان کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ د یوې مخکېنۍ لوبې انځور

د افغانستان د کرکټ لوبډله نن دوشنبه له پاکستان سره لوبه کوي.

دا د پنځوس اوریزو نړیوال جام سیالیو په ترڅ کې چې هند یې کوربه دی، د افغانستان پنځمه لوبه ده.

دغه لوبه د افغانستان په وخت د ورځې په یوه بجه پیلېږي.

له دې مخکې افغانستان له انګلستانه لوبه ګټلې او بنګله‌دېش، هند او نیوزیلنډ ته بایللي دي.

د افغانستان بله لوبه به د اکټوبر په دېرشمه له سریلانکا سره وي.