د طالبانو حکومت: ترافیکي پېښو ۶ میاشتو کې تر زرو زیات کسان مړه کړي

په افغانستان کې د ترافیکي پېښو یوه څنډه

د طالبانو حکومت د کورنیو چارو وزارت وايي، تېرو شپږو میاشتو کې په لویو لارو او ښارونو کې د ترافیکي پېښو په پایله کې ۱۰۲۹ تنه مړه شوي او ۳۸۹۰ تنه نور ټپیان شوي دي.

د دې وزارت ویاند عبدالمتین قانع نن په کابل کې رسنیو ته وویل، دا شمېر مرګ‌ ژوبله په ۲۲۸۸ ترافیکو پېښو کې اوښتې ده.

د طالبانو حکومت د کورنیو چارو وزارت ویاند د ترافیکي پېښو لوی لامل، د موټر چلوونکو بې‌پراويي ښودلې ده.

عبدالمتین قانع همدا ډول په تېرو شپږ میاشتو کې په ټول افغانستان کې د ۸۲۱۰ جنايي پېښو د ثبت خبر ورکړی او زیاتوي، له دې پېښو سره په تړاو کې ۱۱۶۳۱ شکمن کسان هم نیول شوي دي.

د طالبانو حکومت د کورنیو چارو وزارت ویاند دا هم تایید کړې چې د دې وزارت د کورني امنیت عمومي ریاست له‌خوا د بېلابېلو د بېلابېلو جرمونو په تور ۸۰۹ تنه شکمن کسان نیولي چې له دوی ۴۴۹ تنه یې امنیتي منسوبین دي.

خو د دې وزارت ویاند دا روښانه کړې نه‌ده چې دا کسان د دوی په کومې امنیتي ادارې سره تړلې دي.