د امریکا ولسمشر جوبایډن وایي، د اسراییل او اوکراین لپاره په روانو جګړو کې بریا زموږ د ملي امنیت لپاره ډیره مهمه ده.
ښاغلي بایډن بیګا ناوخته په خپله اېکس پاڼه یا پخواني ټویټرکې لیکلي،تاریخ موږ ته دا درس راکړی چې کله ترهګر او دیکتاتورانو قیمت نه دې پرې کړی، دوی د لازیاتو مرګونو او ویجاړیو لامل شوي دي.
هغه امریکایانو ته محتاطانه خبرداری ورکړی چې دغو شخړو ته د لیرې شخړو په توګه ونه ګوري.
نوموړي د اوکتوبرپه نولسمه په یوه وینا کې له دواړو هېوادونو د دوامداره ملاتړ غوښتنه وکړه او یوه ورځ وروسته یې اعلان وکړ چې د اوکراین لپاره به ۶۰ ملیارډ ډالره او د اسراییل لپاره به د لس ملیارډ ډالرو د مرستې غوښتنه وکړي.