اسراییلو پر غزې د هوایي بریدونو د زیاتوالي خبر ورکړ

د بریدونو یوه څنده

د اسراییل پوځ وایي، د حماس ترکنټرول لاندې پرغزې د پلان شویو ځمکنیو عملیاتو د پیلیدو د مخه یې پردې سیمې هوایي بریدونو ته زور ورکړی دی.

د اسراییل د پوځ ویانډ ډانیل هګري وویل، اسراییل اوس خپلې بمبارۍ د دې لپاره زیاتې کړي چې خپلو پوځیانو ته د ځمکني برید په صورت کې خطرونه کم کړي.

اسراییل د هوایي بریدونو د زیاتوالي خبره داسې مهال کوي چې پنټاګون نن اعلان وکړ چې په منځني ختيځ کې د ايران او د هغه د متحدينو له خوا د کړکېچ د زياتېدو په وړاندې دفاع پياوړې کوي.

په عین حال کې پرون شنبې د غزې تړانګې ته د مرستو لومړۍ څپه داخله شوه، خو د دې سیمې د ۲،۴ ملیون وګړو سخت بشري وضعیت ته په پام په شلو لاریوکې بار مرستې ته چې پرون غزې ته داخلې شوې ډېرې ناڅیزې مرستې بلل شوي دي.