د اوکراین پر یو شمېر جنوبي سیمو د هوایي بریدونو له امله د خطر زنګونه وهل شوي

یو سرتېری په یوه جګړه ځپلې سیمه کې

د اوکراین په یوشمېر جنوبي او ختیځو سیمو کې نن سهار وختي د هوایي بریدونو په خاطر د خطر زنګونه وهل شوي دي.

د راپورونو له مخې، په جنوب کې د کریوې ریه په ښار کې د چاودنو یو شمېر غږونه اوریدل شوي دي.

په دې ښار کې د دفاعي شورا مشر اولکساندر ویکول په تیلګرام کې لیکلي دي چې پر ښار د توغندیو او ډرون الوتکو بریدونه شوې دي او تر اوسه د مرګ ژوبلې راپور دوی ته نه دی رسیدلی.