پاکستان: د اکتوبر له لومړۍ نېټې تر ۵۲ زرو ډېر افغان کډوال خپل هېواد ته ستانه شوي

له پاکستانه ستنیدونکي یو شمېر افغان کډوال

له پاکستانه ستنیدونکي یو شمېر افغان کډوال

پاکستان وایي، تر دوه پنځوس زره ډېر افغانان د اکتوبر له لومړۍ نېټې تر پرون پورې له پاکستانه افغانستان ته ستانه شوي دي.

پاکستان د اکتوبر په پیل کې خبرداری ورکړ چې یومیلیون او څه باندې اووه لکه هغه افغانان چې په پاکستان کې د استوګنې قانوني اسناد نه لري، که چېرته د نومبر تر لومړۍ نېټې له پاکستانه ونه وځي په زوره به یې وباسي.

د پاکستان د دې پریکړې په تړاو پرون د طالبانو د رییس الوزرا اداري مرستیال عبدالسلام حنفي په کابل کې د پاکستان له سفیر عبیدالرحمان نظاماني سره د کتنې پرمهال وویل چې اسلام اباد دې دا پریکړه بدله کړي، ځکه د هغه په وینا داسې پریکړې د دواړو ملتونو ترمنځ د فاصلو د ایجادیدو سبب کیږي.

تر دې مخکې هم طالبانو او د بشري حقونو یوشمېر ادارو له پاکستانه غوښتي وو چې افغان کډوال دې په زوره له خپلې خاورې نه باسي.