فرانسې د مرتضی بهبودي د خوشې کیدو هرکلی وکړ

افغان الاصله فرانسوی خبریال مرتضی بهبودي

فرانسې د طالبانو له زندانه د خبریال مرتضي بهبودي د خوشې کېدو هرکلی کړی دی.

د فرانسې د بهرنیو چارو وزارت پرون ناوخته یوه خبرپاڼه کې لیکلي، مرتضی د جنورۍ له ۷مې راهیسې ۲۸۴ ورځې د طالبانو په بند کې و.

په دې اعلامیه کې د فرانسوي‌الاصله خبریال مرتضي بهبودي خوشې کېدل یو فرصت بلل شوی او د مطبوعاتو ازادۍ او په ټوله نړۍ کې بې له خنډه راپور ورکولو ته د فرانسې په ژمنتیا ټینګار شوی دی.

په اعلامیه کې دا هم لیکل شوي چې فرانسې له لومړۍ ورځې د مرتضی بهبودي وضعیت له نږدې څارلی او د هغه د خوشې کېدو لپاره یې ډېرې هڅې کړي دي.

مرتضي بهبودي تېره چهارشنبې د طالبانو حکومت له زندانه خوشې کړ.