د مطیع‌الله ویسا په مشري قلم لار ټولنې ته د زړورتیا په پار جایزه ورکړل شوه

مطیع الله ویسا په افغانستان د فعالیت او د نجونو تعلیم ته د کمپاین په خاطر د مارچ میاشتې راهیسې زنداني شوی دی.

د 'اینډېکس ان سینسورشېپ' سازمان یوه جایزه د مطیع‌الله ویسا په مشري د قلم لار ټولنې ته د هغوی د زړورتیا په پار ورکړه.

دې سازمان پرون ناوخته پر خپلې ایکس شبکې لیکلي، د مطیع‌الله ویسا ورور عطاالله ویسا دا جایزه ترلاسه کړې ده.

وړاندې راغلي، ویسا په افغانستان کې د نجونو تعلیم ته د کمپاین په خاطر د مارچ میاشتې راهیسې زنداني شوی دی.

د 'اینډېکس ان سینسورشېپ' سازمان ویلي، د قلم لارې ټولنې زړورتیا الهام بخښونکې ده.

د دې سازمان مرکز په لندن کې دی او د بیان د ازادۍ لپاره کمپاین کوي.

د بخښنې نړیوال سازمان په وروستیو کې له طالبانو غوښتي چې مطیع‌الله ویسا، ژولیا پارسي، او ندا پرواني د ښځو د حقونو فعالانې او د پوهنتون استاد رسول پارسي بې له قید او شرطه له زندانه راخوشې کړي.

دې سازمان د طالبانو له بنده د افغان اصله فرانسوي خبریال مرتضی بهبودي د خلاصون هرکلی کړی دی.

د بهبودي مېرمن الکساندرا مستوفایا د چهارشنبې په ورځ ازادي راډیو سره په خبرو کې د بهبودي د ازادېدو خبر تایید کړی و.