سیګار:د طالبانو ځپونکې پالیسۍ معارف زیانمن کړی

په نیمروز کې د نجونو یو ښوونځی چې دا مهال له شپږم ټولګي پورته د نجونو پر مخ تړل شوی دی. 04 October 2022

د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا د حکومت د ځانګړي سرمفتش اداره یا سیګار وايي چې د تعلیم په برخه کې د طالبانو ځپونکې پالیسۍ په تېره هغه چې د نجونو زده کړې محدودوي په افغانستان کې معارف ته لاسرسی او د تعلیم د کیفیت درجه په ټولو برخو کې ډېر زیانمن کړي دي.

سیګار په یوه تازه راپور کې چې نن خپور شو په افغانستان کې د تعلیم وضعیت ارزولی او وايي، طالبان د خپلو هغو ویناوو په عملي کولو کې پاتې راغلي چې وايي، د ټولو افغانانو لپاره د پوهنې ښه کیفیت به یقیني کړي.

د سیګار راپور یادونه کوي چې په تېرو شلو کلونو کې جوړ شوي ښوونځي په ورانېدو دي، ښوونکو ته معاشونه نه ورکول کېږي یا یې معاشونه کم شوي او زده کوونکي د هغه نصاب په اساس زده کړې کوي چې د عصري تعلیم پر ځای ډېر دیني مطالب په کې دي.

طالبان پر افغانستان له واکمنېدو وروسته د نړیوالو تر سخت انتقاد لاندې دي ځکه چې له شپږم د لوړو ټولګیو زده کوونکې او محصلانې نجونې یې ښوونځیو او پوهنتونونو ته له تلو منع کړې.