یوناما: په اقلیمي بدلونونو کې د افغانستان ونډه کمه، خو ډېر ګواښ سره مخامخ دی

ارشیف: په هلمند کې د اوبو کمښت خلک له ستونزو سره مخ کړي دي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندوی دفتر یا یوناما وايي، افغانستان په اقلیمي بدلونونو کې تر ټولو لږه ونډه لري، خو تر ټولو زیات ګواښ سره مخامخ دی.

یوناما د اقلیم د اوونۍ په مناسبت په یوه بیان کې ویلي چې افغانستان اوس مهال د اوبو او هوا د ناڅاپي بدلون، په تېره د سېلابونو، وچکالۍ او د شګو د توپان او لړې له جدي ستونزو سره لاس ګرېوان دی.

یوناما زیاتوي، اوسمهال افغانستان د هغو اتو ډېرو زیانګالو هېوادونو له ډلې دی چې د اقلیمي بدلون د اغېزو پر وړاندې تر ټولو لږ چمتووالی لري.

پر افغانستان تېرکال سخته وچکالي راغله چې ساری یې په تېرو دېرشو کلونو کې نه و، لیدل شوی.

یوناما ټینګار کوي چې د تېرو ۴ لسیزو د وچکالۍ، د ټولنیز او اقتصادي وضعیت د ترینګلتیا، د کورنیو بې‌ځایه شویو د شمېر د ډېرېدو او د اقلیمي بدلون د زیانونو له کبله په افغانستان کې بشري بحران زیات شوی.

د یوناما د بیان له مخې د دې بحران تر ټولو زیات تاوان کلیوالو خلکو په تېره ښځو او ماشومانو ته رسېږي.