کیم جونګ اون له پوتین سره د شوې موافقې د عملي کولو هوډ څرګند کړ

د عکس ښي لور ته د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف او چپ لور ته د د شمالي کوریا رهبر کیم جونګ اون

د شمالي کوریا رهبر کیم جونګ اون د روسیې د بهرنیو چارو له وزیر سرګي لاوروف سره په لیدنه کې د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره د تېرې میاشتې د موافقې د عملي کولو هوډ څرګند کړ.

د شمالي کوریا دولتي آژانس 'کې سي این اې' د راپور له مخې کیم او لاوروف د دواړو هېوادونو ترمنځ د همکارۍ د زیاتولو پر لارو چارو هم خبرې کړې دي.

د شمالي کوریا د بهرنیو چارو وزیر چو سن هوی او سرګي لاوروف هم د 2024 - 2025کلونو لپاره د راکړې ورکړې تړونونه لاسلیک او د سیاست، اقتصاد، ساینس او ټکنالوژۍ په برخو کې یې د همکارۍ د پراخولو لارې چارې وارزولې.