بایډن له کانګرسه اسراییلو او اوکراین لپاره د ۱۰۰ میلیارد ډالرو مرسته غوښتې

د امریکا ولسمشر جوبایډن

ولسمشر جوبایډن له کانګرس څخه د امریکا د متحدانو اسراییل او اوکراین لپاره د سل میلیارد ډالر بېړنۍ مرستې غوښتنه کړې ده.

بایډن بېګا له سپینې ماڼۍ ولس ته په وینا کې پر اوکراین د ولسمشر ولادیمیر پوتین یرغل او پر اسراییل د حماس برید سره تړلی وباله، ویې ویل چې روسیه او حماس د ډیموکراسۍ او نړیوال امنیت لپاره ګواښونه دي.

هغه زیاته کړه: "حماس او پوتین د دوو بېلو ګواښونو استازي دي خو یو مشترک ټکی لري چې دوی دواړه غواړي په خپل چم ګاونډیو کې ډیموکراسي شنډه کړي او په بشپړ ډول یې له منځه یوسي."

بایډن وویل چې د راتلونکي کال لپاره له کانګرس څخه څه باندې ۱۰۰ میلیارد ډالر غواړي چې دا پیسې د ده په وینا د اسراییل او اوکراین لپاره چې په جګړه کې دي خورا مهمې دي.

بايډن تر دې وینا مخکې له خپل اوکرایني سیال ولودویمیر زیلینسکي سره خبرې وکړې او پر کییف د روسیې د غیرموجه یرغل په وړاندې د واشنګټن د ملاتړ ډاډ یې ورکړ.